اعتراض کوونکو پنځلس ولايتونو کې د انتخاباتي کمېسیون دفترونه تړلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، چې د یو شمير نوماندانو پلويانو په پنځلس ولايتونو کې د ټاکنو کمېسیون محلي دفترونه تړلي دي.

نوماندان د هغه څه کم دوه نیم زره رايو محلونو باندې اعتراض لري چې په وينا يې د ټاکنو په ورځ د بايومټریک سستم پرته پکې رايې کارول شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون رئيسه حوا عالم نورستانۍ وايي، د روانې اوونۍ په سر کې په شل ولايتونو کې د رايو د بيا شميرنې لړۍ پيل شوې چې يوازې په سمنګان ولايت کې بشپړ شوې ده.

نورستانۍ وويل، چې ټاکنو کمېسیون د نوماندانو اندېښنې درکړ کوي او یوازې هغه رايې چې بايومټریک اساس ولري او د کړنلارو سره سمې وي باوري ګڼل کيږي.

ميرمن نورستانۍ زياتوي، احتمال شته چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې بيا وځنډيږي ځکه په وينا يې د اعتراض کوونکو نوماندانو د پلويانو له لوري د يو شمير ولايتي دفترونو تړلو اندېښمن کړي يو.

په ورته مهال د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرونۍ خبري غونډه له هغه وروسته له ګډوډۍ سره مخ شوه چې د دې کمېسیون د یوه کمېشنر محمد عبدالله او نورو غړیو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

نږدې دوه مياشتې پوره کيدونکي دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوي خو په ټاکنو کې د درغليو، د خلکو د کمرنګه ګډون، تخنیکي ستونزو او په خپله په ټاکنو کمېسیون کې د اختلافاتو له امله لا هم د انتخاباتو لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو نهه تنه نوماندانو ويلي چې ټاکنو کمېسيون د یوه حاکم ټيم په ګټه کار کوي او په ټاکنو کې د درغلیو، تخنیکي ستونزو او کمېسیون کې د اختلافاتو له کبله ورته د دغه انتخاباتو پايلې د منلو نه دي، بايد مؤقت حکومت جوړ او وروسته بيا ځلې ټاکنې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button