کورنيو چارو وزارت: د کابل موټربم چاودنه کې اووه تنه وژل شوي، اووه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)

نن چهارشنبه د لړم مياشتې په ۲۲ نيټه د کابل ښار پنځلسمې حوزې مربوطاتو کې موټربم چاودنې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي د چاودنې تلفاتو په اړه لومړنيو معلوماتو کې وويل، چې په ترڅ کې يې اووه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، ښايي د تلفاتو ارقام تغير وکړي او مرګ ژوبله تر دې هم زياته شي.

دغه چاودنه نن سهار اووه نيمې بجې د پنځلسمې حوزې قسيم سړک باندې رامنځته شوې چې ويل کيږي د ټونس موټر په واسطه چې چاوديدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي و چاودنه کړې.

نصرت رحيمي د يادې چاودنې د نوعيت او دا چې هدف يې څوک دي څه نه دي ويلي.

خو ځينو سرچينو ليکلي، چې ښايي په دغه چاودنه کې د بهرنيانو موټر په نښه شوي وي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤوليت نه دی منلی او نه هم بهرنيانو په دې اړه څه ويلي.

مربوطه مطالب

Back to top button