کابل: د برید هدف د بهرنۍ امنیتي کمپنۍ موټر و چې څلور بهرنيان پکې ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)
نن چهارشنبه د لړم مياشتې په ۲۲ نيټه د کابل ښار پنځلسمې حوزې مربوطاتو کې موټربم چاودنه وشوه چې د کورنيو چارو وزارت په لومړنيو معلوماتو کې د اوو کسانو د وژل کيدو او څلورو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړ.
دغه چاودنه د سهار اووه بجو په شاوخوا کې شوې چې ويل کيږي د يوې بهرنۍ امنيتي کمپنۍ موټر پکې هدف ګرځيدلی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي يوځل بيا رسنيو ته معلومات ورکړي چې په خبره يې، په دغه موټربم حمله کې د څلورو بهرنيانو د ټپي کيدو تر څنګ لس تنه ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، د برید هدف د (ټي پي جي او ګاردا) په نوم د بهرنۍ امنيتي کمپنۍ د کارمندانو موټر و.
يوې باورۍ سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې ياده کمپنۍ د نيپال هيواد اړوند ده چې تر اوسه يې د خپلو اتباعو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
تر دې دمه د ياد بريد مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



