پاکستان: د وسله والو په بريد کې يو پوليس افسر وژل شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل)
دپاکستان دخيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د يو وسله وال بريد په پايله کې د “سي ټي ډي” پوليسو يو افسر وژل شوی او دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
د پېښور د څوکنو سيمې پوليسو ویلي د سي ټي ډي پوليس افسر د “ميا ګجرو” په سيمه کې په خپل موټر کې روان و چې نامعلومو وسلوال پرې ډزې وکړي.
دپيښور د پوليسو يو سيميز چارواکي رسنيو سره په خبرو کې دپيښې پخلی کړی.
هغه ويلي پوليس افسر غني خان په بريد کې ځای په ځای وژل شوی او دوه تنه ساتونکي يې ژوبل شوي دي.
پوليس وايي تراوسه څوک نه دې نيول شوي او پلټونکي عمليات دوام لري.



