د چارجیدو په وخت د موبایل چاودنې یو ځوان وژلی

داسې خبرونه به مو پخوا هم اوریدلي وي چې د موبایل بیټري د چارجیدو په وخت کې چاودنې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو دا ځل چاودنه د زیات چارج ورکولو له امله شوي ده، د هند په اړیسه ایالت کې یو ځوان مزدور خپل موبایل د شپې چارج ته پریښې وه چې د شپې به اخر کې موبایل چاودنه کوي.
د خلیج ټایمز د راپور سره سم دا پېښه اړیسه ایالت په جګت سنګ نومې سیمه کې شوي، پولیس وايي، یو ۲۲کلن ځوان چې خپل موبایل چارجولو ته اېښودلی وه د شپې په اخر کې چاودنه کوي او یاد ځوان سخت ټپي کوي، کله چې روغتون ته وړي نو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
راپور وايي، دغه ځوان د نیاګړ سیمې اوسیدونکی وه چې د مندر د جوړولو لپاره دې سیمې ته د مزدورۍ لپاره راغلی وه.
د موبایل د چارج په اړه ځینې تخنیکي کسان وايي، چې موبایل چارجیدو پر وخت پر موبایل خبرې مه کوي، زیات چارج ته مه پریږدۍ ځکه ډیر امکان شته چې موبایل بیټرۍ مو چاودنه وکړي.



