د ميدان وردګو خلکو استازی: ملي اردو عسکر د ۸۰۰ کورونو ويجاړولو پلان لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۵، شنبه)
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو استازی وايي، چې ملي اردو عسکر په دغه ولايت کې د ۸۰۰ کورونو د ويجاړولو پلان لري.
حسيب الله کليمزی وايي، دغه کورونه د ميدان وردګو په څلورو ميرخان خيل، ملي خيل، تره خيل او حسن خيل سيمو کې چې د کابل- کندهار پر لويه لاره او سيدا اباد ولسوالۍ کې شتون لري.
د کليمزي په خبره، ملي اردو عسکرو تر اوسه د سړک دواړو غاړو ته ۱۵۰ د عامو خلکو کورونه ویجاړ کړي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
ملي اردو مسؤولين ادعا کوي چې طالبان له یادو کورونو څخه د دوی پر خلاف بريدونو کې استفاده کوي زياتوي د کورونو نړولو چاره يې د خلکو سره په هماهنګۍ پيل کړې ده.
خو حسيب الله کليمزی وايي، د سيمې ډیری اوسيدونکي بل ځای خپل کورونه نه لري، که کورونه يې ويجاړ شي نو له سختو مشکلاتو سره به مخ شي په خبره يې ملي اردو بايد د طالبانو سره مقابلې لپاره نورې لارې ولټوي.
دوه ورځې مخکې ځايي خلکو په دې اړه اعتراضيه لاريون کړی و چې په وينا يې په دې يخ موسم کې به له زياتو مشکلاتو سره مخ شي او نورو سيمو کې د استوګنې ځای هم نه لري.
د ميدان وردګو استازي وايي، چې د ملي اردو عسکرو دغه اقدام به د خلکو او حکومت تر منځ فاصله نوره هم زياته کړي.
د سيمې اوسيدونکي وايي، که د ملي اردو عسکرو له خوا د عامو خلکو د کورونو ویجاړولو لړۍ همداسې دوام پيدا کړي نو دوی مجبوره دي چې وسلې ته لاس او د دغه ظلم مخه په خپل ونيسي.
ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د لواء او د پوليسو قوماندانان او د ميدان وردګو والي د مشرانو جرګې له خوا استجواب شي.
دغه راز د ولسي جرګې د کورني امنيت له خوا هم د امنیتي مسؤولينو د استجواب غوښتنه شوې ده.



