تونس: ‘حبیب الجملي’ لومړی وزیر او ‘راشد الغنوشي’ د پارلمان رئيس وټاکل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل)
د تونس اولسمشر’قیس سعید’ د النهضة ګوند يو ملاتړي او د کرهنې او مالدارۍ وزارت پخواني ‘ سلاکار حبیب الجملی’ ته دنده سپارلې چې نوی حکومت جوړ کړي.
ورته مهال د تونس د ‘النهضة’ ګوند مشر راشد الغنوشي د پارلمان د رئیس په توګه وټاکل شو، د النهضة ګوند چې پارلمان کې ۵۲ ډېرې څوکۍ لري، د’ قلب تونس’ په نامه يو ګوند ملاتړ خپل کړی، چې په پارلمان کې ۳۸ څوکۍ لري او ددې ګوند مشر ‘سمیرة الشواشي’ د پارلمان د لومړي مرستيال په توګه نومول شوی.
راشد الغنوشي په کال ۱۹۴۱م کې زیږېدلی، د النهضة اسلامي ګوند د مشري تر څنګ د اخوان المسلمین ګوند عضويت هم لري، د زین العابدین بن علي د واکمنۍ پر مهال جلا وطن کړای شو او په لندن کې اوسیده. په ۲۰۱۱م کال کې چې کله په تونس کې مظاهرې پيل شوې نوموړی بېرته تونس ته راوګرځېد.



