یوه داسې ښځه چې څلور شپېته کاله يې اوبه نه دي څښلې.!

په برطانیا هېواد کې یوې ۷۷ کلنې ښځې له تېرو (۶۴) کالونو راهیسې اوبه نه دي څښلي او لا هم ژوندۍ او ښه روغتیا لرونکې ده.

دغه ښځه چې «جیکي پیج» نومیږي، په ۱۳ کلنۍ کې يې په لومړي وار ګازي څښاک (پيپسي) وڅښله، چې له هغې وروسته یې د اوبو څښل پریښودل او اوس ۷۷ کلنه ده چې لا هم د اوبو پرځای ګازي مشروبات څښي.

 

جیکي پیج د څلورو بچیانو مور او همدا ډول د یوولسو لمسیانو نیا هم ده، د دومره مودې راهیسې د اوبو نه څښلو سربېره بیا هم ښه صحت او روغ بدن لري.

 

د ډیلي میل ورځپاڼې راپور سره سم چې جیکي پیج په یاده موده کې تر ۶۵ زرو زیات انګلستاني پونډه په پيپسې څښلو لګولي دي، که څه هم دې ته ډاکټرانو د پيپسې څښلو زیانونه (د بدن هډوکي وچوي) په ډاګه کړي دي، خو بیج د پيپسي په څښلو ټینګار کوي.

 

د ورځپاڼې سره سم چې جیکي پیج پرلپسې ۶۴ کاله د اوبو پرځای ګازي مشروبات څښلي خو یوازې د امیندوارۍ پرمهال د ډاکټرانو په سخته وینا یې له پيپسې څښلو ډډه کړې، خو بیا یې هم د اوبو پرځای نور څښاک غوره کړي.

 

جیکي پیج وایي چې تېر ۶۴ کله یې اوبه نه دي څښلي او له دې وروسته تر مرګه به یې هم ونه څښي، حال دا چې پیج د قهوې، شیدو او چای شوق هم نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button