دښځینه زندانیانو غږ: هره شپه ښځينه زندانيانې په کرایه ورکول کيږي.!

راټولوونکی: څارنوال حشمت عبیدي
دا هم په افغانستان کې د اتلس کلني ډموکراسۍ لاسته راوړنه ده، چې هره شپه ښځینه زندانیانې په کرایه ورکول کیږي.!
د پلچرخي زندان چارواکي، هره شپه په زور زیاتي ډېرې ښځینه زندانیانې له خپلو خونو وباسي او د زر امریکايي ډالرو کمېشن په بدل کي یې د مالداره، دولتي او مافیايي زندانیانو اطاقونو ته بیايي.
د ښځینه زندانیانو غږ اژانس د راپور پر اساس، د پلچرخي ښځینه زندانیانو پر وړاندې روانو جنسي ځورونو له امله هلته د امېندوارو پېغلو او مېرمنو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
راپور زیاتوي، د کورنیو چارو وزارت چارواکو، یا د دغې انساني سوداګرۍ اصلي لوبغاړو، څه موده وړاندې پرېکړه وکړه، چې د ناورین پټولو په پار امېندوارې مېرمنې له زېږون وروسته بادام باغ ښځینه زندان ته ولېږدوي، خو وروسته له بادام باغ زندان څخه هم پلچرخي زندانیانو ته همدا جنسي خدمتونه روان ول، چې له امله یې دا موضوع رسنیزه شوه.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې زیات شمېر ښځینه زندانیانې د روانې جنسي سوداګرۍ په موخه بیرته پلچرخي زندان ته لېږدول شوې دي.



