اوکرائن: د داعش مهم قوماندان یې نيولی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)

د اوکراين هيواد استخبارات (ايس يو بي) وایي چې د نړیوالو ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې نظامي مشر ‘البرا شيشاني’ نیولی دی.

د اوکراین استخباراتو خبر ورکړی، چې په ‘جارجیا’ کې يې د ‘البرا شیشاني’ په نوم یو وسلوال نیولی دی، د دې ادارې په خبره له یوه انځور څخه تائیدیدلی شي چې هغه د داعش یو جګپوړی قوماندان و.

يادې ادارې يوازې د شیشاني د نیولو خبر ورکړی دی، د هغه د نیول کیدو د وخت په اړه یي څه نه دي ویلي. (ِاس بي یو) دا هم ویلي دي چې دداعش دغه مشر یي د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی ای) او د جارجیا د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ د ګډو نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button