کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ويسټ انډيز کرکټ ملی لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لوبډلمشر راشدخان لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته۱۴۷ منډې هدف وټاکه.
ويسټ انډيز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۰۶ منډې وکړې او لوبه یې وبايلله، افغان لوبډله کې کریم جنت به زړه پورې پوپ اچونه وکړه، پنځه ويکټې يې واخيستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.


















