کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۷زره رایې د اعتبار وړ اعلان کړې.
د کمېسیون په وينا رایې د کورنیو او بهرنيو څارونکو په مخ کې څېړل شوي چې کومه نيمګرتيا یې نه درلوده.
تر دې مخکې دريو نوماندانو ډاکټر عبدالله عبدالله، انجينر ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل د ۳۰۰ زره غیر “بایومټریک” رایو ته له اعتبار ورکولو سره کلک مخالفت ښودلی و.
د ټاکنو د کمېسیون ویاند “ذبیح الله سادات” رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د کمېسیون د پرېکړې له مخې دغه رایې د اعتبار وړ دي او کومه ستونزه نه لري.
ښاغلي سادات همدارنګه د ۷زره او ۹۲ محلونو رایو په اړه، چې د رای اچونې له نېټې څخه بهر بلل شوي وویل، چې که چیري یاد محلونه کومه ستونزه ونه لري د اعتبار وړ دي.


















