کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ولسمشر مېرمن رولا غني وایي، امریکا تر دې دمه د سولې په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول رسمي اسناد نه دي شریک کړي.
رولا غني په امریکا کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، دوی ډېر وروسته خبر شول چې امریکا غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د رولا غني په خبره سره له دې چې خلیلزاد وخت ناوخت د سولې په اړه له ولسمشر غني سره ګوري خو تر دې دمه یې د سولې د مذاکراتو په اړه هېڅ راز اسناد له افغان حکومت سره نه دي شریک کړي.
د نوموړې په وینا خلیلزاد یوازې په شفاهي توګه مسایل مطرح کوي او داسې څه چې د کاغذ پرمخ او باوري وي له افغان حکومت سره نه دي شریک شوي.
نوموړې افغان سوله پېچلې مسئله بللې ده او په وینا یې دوی له طالبانو سره د سولې او مذاکرې غوښتونکې دي خو ددغه ډلې ځینې غوښتنې ورته د منلو نه دي.
رولا داسې مهال له خلیلزاد او ټیم یې شکایت کوي چې دې وروستیو کې د دواړو خواوو(طالب او امریکا)ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل ته هیلې ډیرې شوي، او ډیر امکان شته چې له پیل سره سم نهایي شوی پرېکړه لیک لاسلیک کړل شي.


















