بيړنی خبر: کابل کې د ملي اردو روزنيز کمپ ته نږدې سرتيری برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)

د کابل ښار نوولسمې حوزې مربوطاتو کې د ملي اردو کمپ ته څيرمه سرتيری بريد شوی چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه برید نن د دوشنبې په ورځ د سهار اووه نيمو بجو په شاوخوا کې د ملي اردو (KMTC) روزنيز مرکز ته څيرمه شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بريد کې عسکرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، له سرتيري برید وروسته یوه بله چاودنه هم رامنځته شوې ده.

تر اوسه په دغه بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د پيښې جزيات به وروسته شريک شي…

مربوطه مطالب

Back to top button