تخار: صرافانو او زرګرانو د نا امنۍ په اعتراض کې خپل دوکانونه تړلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)
د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې صرافانو او زرګرانو وروسته له هغې خپل دوکانونه په اعتراضيه ډول وتړل چې تيره ورځ په رڼا ورځ یو تن صراف ووژل شو او پيسې يې وسله والو له ځان سره یوړې.
ځايي صرافانو نن دوشنبه په اعتراضيه ډول خپل دوکانونه تړلي وايي، ولايت په سل مترۍ کې صراف وژل کيږي پيسې يې وړي خو امنيتي ادارې او پوليس د وسله والو په نيولو کې هيڅ اقدام نه دی کړی.
پرون يکشنبه نامعلومه وسله والو یو تن صراف په خپل دوکان کې په ډزو وواژه او له دوکان څخه يې پيسې او سره زر له ځان سره يوړل.
د تخار د امنیه قوماندانۍ وياند خليل اسير بيا وايي، د وحيدالله، فريد او عبدالله په نومونو درې صرافانو غوښتل چې له صرافۍ څخه ميوند بانک ته پيسې انتقال کړي خو وسله والو غلو پرې ډزې کړي او درېواړه ټپيان شوي دي.
ځينې صرافان وايي، د دغه وسله والو غلو تر شاه زورواکي او ځينې دولت پلوه چارواکي ملاتړي دي چې وخت ناوخت په رڼا ورځ هم د وسلو په زور غلاګانې کوي.
صرافان وايي، په وروستيو کې په تالقانو کې وسله والې غلاوې زياتې شوي چې د دوی پر کاروبار يې اغېز کړی او له حکومت يې غوښتنه وکړه چې د دوی امنيت ته دې جدي پام وکړي.



