فارياب: د ګډو ځواکونو چاپه او بمبار کې څلور ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۷، دوشنبه)

د فارياب ولايت په خواجه موسی ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو په شپنيو عملیاتو او بمبار کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

دغه عملیات تيره شپه د يادې ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې ترسره شوي چې د ځايي اوسیدونکو په وينا، یو تن ملکي کس يې په چاپه کې وژلی او يو بل تن يې له ځان سره وړی دی.

ځايي خلک وايي، ګډو ځواکونو د بيرته تګ پر مهال بمبار کړی چې دوه کورونه يې ویجاړ کړي او درې تنه عام کليوال پکې وژل شوي دي.

طالبانو په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا پر ملکي ميشت ځايونو دغه عمليات جنايت بللی دی.

د فارياب ولايتي چارواکي په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

په وروستيو کې راپورونه ورکول شول چې د امریکايي استخباراتو ملاتړي (صفریو، صفر دوه، صفر درې قطعې او ځانګړي ځواکونه) چې روزنه، اکمالات او امر يې امريکا ورکوي، په عملياتو کې ملکي خلک په نښه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button