ننګرهار ته د اشرف غني سفر؛ طالبان وايي ښايي هلته د داعش د ماتې کاذبې ادعاوې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۸، سه شنبه)

د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن سه شنبه د ځينو لوړپوړو چارواکو په ملتيا ننګرهار ته رسیدلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چې نوموړي سره په دغه سفر کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار، د کابېنې غړي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب او په جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ملګرتيا کوي چې په وينا يې دغه ولايت کې به له پوځي او ملکي مسؤولینو سره وګوري.

غني په داسې حال کې ننګرهار ولايت ته سفر کوي چې له تيرو څو اوونیو راهيسې سلګونه داعشي وسله وال د طالبانو د بريدونو له ويرې حکومت ته تسليم شوي او دغه ولایت د داعش له شتون پاک شوی دی.

طالبانو په اوسني وخت کې د ولسمشر غني ننګرهار ته د سفر په اړه غبرګون ښودلی ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې ښايي اشرف غني دغه ولايت کې د داعش د ماتې په اړه کاذبې ادعاوې وکړي.

طالبانو له تيرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د داعش پرضد عمليات په کار اچولي و چې تيره ورځ يې د یوې اعلاميې په ترڅ کې وويل، چې داعش يې د ننګرهار په ټولو اولسواليو کې ختم کړی او ټولې سيمې يې ترې نيولي دي.

که څه هم کابل اداره په ننګرهار کې د داعش ماته خپل ځان ته منسوبوي خو طالبان او د ننګرهار اولسونه وايي، چې داعش د طالبانو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې له منځه تللی او اوس هغه ټولې سیمې چې داعش پرې ولکه لرله د طالبانو تر حاکميت لاندې دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د کابل ادارې او بهرنيو ملاتړو يې په ننګرهار کې طالبانو ته د داعش په له منځه وړلو کې مشکلات جوړول چې د عملیاتو د اوږديدو سبب شول ” دننګرهار د داعش په ماتې کې دکابل ادارې یو فیصد رول هم نه درلود. دننګرهار میړنی اولس ددې قضې شاهد دی. داعش ته ماتې داسلامي امارت شهکار و چې دالله په نصرت او دملت په مرسته ترسره شو”.

په وروستيو کې سلګونه داعش وسله وال حکومت ته تسليم شول چې د طالبانو په وينا، هغوی ته د حکومت له خوا د پخوا په څير نجات ورکړل شوی او د طالبانو د بریدونو څخه ژغورل شوي دي.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې په ننګرهار کې داعشي وسله والو ته په ځانګړو چورلکو کې وسلې او اکمالات وړل کيدل، د ملي امنیت له لوري يې په ځانګړو لارو مرسته کيده او بالمقابل د داعش ضد اولسي پاڅونوالو او طالبانو لومړۍ جنګي کرښې د امریکايي ډرون او جيټ الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدې.

مربوطه مطالب

Back to top button