امریکا: وسله وال برید کې درې تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۸، سه شنبه)

په امریکا کې د بریدونو په دوام دا ځل د متحده ايالاتو په اوکلاهوما ایالت کې د وسله وال برید په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي.

پوليس وايي، دغه برید په یوه دوکان کې ترسره شوی چې په وينا يې په پايله کې يې بریدګر هم وژل شوی خو معلومه نه ده چې نوموړي ځان ويشتلی او که د بل چا په ډزو وژل شوی دی.

پوليسو تر اوسه د وژل شويو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

وړمه ورځ د امريکا د کلفورنيا ایالت په فرنسو ښار کې هم وسله وال برید ترسره شوی و چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي و او شپږ تنه نور ټپيان و.

د روان کال په اګست مياشت کې هم د امريکا الپيسو په والمارټ سټور کې یوه کس په وسله وال برید کې دوويشت کسان ووژل او یو شمير نور يې ټپيان کړل.

په وروستيو کې د امریکا په بيلابيلو ايالتونو کې وسله وال بریدونه زيات شوي چې عام امریکايي وګړي يې اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button