ليکوال: خالد ځدراڼ
لومړی چې د انس حقاني د خلاصون پسپسي شروع شول نو زړه کې به مې ویل چې موضوع ډېره غټه ده شاید ضرور به غني پرې خبر وي وخت تېرېدو، تېریدو خو دوه ورځې بعد چې غني د خپلو ټاميانو سره یو ځای پر سټېج را څرګند شو د انس حقانی ، حافظ رشید او حاجی مالي خان د خلاصون اعلان يې وکړ نو شک مې په یقین بدل شو، مال دا خو سړی ریښتیا خپلواک دی، یانې له موضوع خبر دی؟! خو چې تبادله وځنډیدله او غني ته نږدې سرچینو رسنیو ته میسجونه شروع کړل چې بندیان مو بیرته بګرام ته یوړل او طالبانو زموږ سره کړي وعهدو باندې وفا ونه کړه، نو یقین مې نور هم پوخ شو مال سړی له هر څه خبریږي تر ډیره خپلواکی دی، هسې یې طالبان نا خبره بولي.
ورځې تیریدلې د تبادلې موضوع سره ګونګه پاتې وه، بېګه چې ملګري راته وویل، خالده مبارکي درکوم! انس سره د ملګرو قطر کې ناست دی. نو په خدای غني دومره سپک تر فکر راغلو چې اوس یې هیڅ تصور هم نشم کولی، دده پر ذلالت مې وژړل! حیران پیران سوچونو کې غرق شوم مال غلام دغه ته وایي! دغه دی د ګوډاګي انجام، دادي د پردیو د مزدورانو پایلې، لومړۍ یې پر سټېج ودرولو خلکو ته یې ریښتونی ولسمشر ښکاره کړ او بیا یې له اسمان څخه پر ځمکه داسې راغورزار کړ چې هډوکي یې ور زره، زره کړل.
حقیقت څه و؟
حقیقت دا و چې تبادله د خلیلزاد او طالبانو تر منځ شوي وه خو غنی ته فقط کاغذ مخکې کیښودل شو او امر ورته وشو چې پر کاغذ لیکل شوی متن پر سټیچ ولولۀ غني همداسې وکړل پرسټیج یې متن ولوست، وروسته همدغو یرغلګرو به غني ته په درواغو د تبادلې معلومات ورکول چې تبادله وځنډېدله او د غنی نږدې کسانو به معلومات له رسنیو سره شریکول، نږدې کسان څه چې رولا غنی به ویل، تبادله کې مشکل راغلي زما میړه نه غواړي چې د طالبانو سره دا درواغجنه تبادله سرته ورسوي.
په داسې خبرونو سره مغرورو امریکایي جنرالانو څه غوښتل؟
دا د بادارانو اصلي مخ دی بادار هر وخت خپل ګوډاګی خلکو ته په عملي میدان کې ثابتوي! بادار په خپل ګوډاګي داسې کارونه کوي چې د اولس ماغزه په دې خلاص شي چې نومول شوی ګوډاګی حقیقتي ګوډاګی دی، د ماشومانو د لوبو ریموډي موټر دی/ربوټ دی. خپله ګوډاګی هم ځانګړي نښې لري تر ټولو یې مهمه نښه داده چې تل د بادار هډوکو ته لم وهي، ورته ستنګیږي!!
















