د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د بنديانو تبادله سرته ورسېده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل)

د نيويارټايمز او یو شمیر نورو رسنیو د خبر له مخې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله سرته ورسیدله، دواړو لوریو یو بل ته بندیان سپارلي دي. خبر زياتوي چې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه تنه استادان د افغانستان جنوبي ولایت زابل او امریکا درې تنه طالب زندانیان: ‘ انس حقاني، حافظ عبدالرشید او حاجي مالې خان قطر هيواد کې د طالبانو سیاسي دفتر ته سپارلي دي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه د دغو راپورونو د تاييد يا رد په په اړه طالبانو او امريکا رسما څه نه دي ویلي، خو پرون ورځ طالب زندانیان قطر ته په یوه ځانګړې الوتکه کې لیږدول شوي وو.

ټاکل شوې وه چې ياده تبادله څو ورځې وړاندې ترسره شوې وای، خو د ځينو نامعلومو لاملو په اساس وځنډېده.

مربوطه مطالب

Back to top button