د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، را روانه اوونۍ کې به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل)

د لومړنیو پایلو د اعلان ژمنه، چې کمېسیون يې په عملي کولو کې تر اوسه دوه ځلې پاتې راغلی.

د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون ویاند “ذبیح الله سادات” نن سه شنبه له رسنيو سره په خبرو کې ویلي چې ټاکل شوې راروانه اونۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د “سادات” په ويناد راروانې اونۍ تر پایه به د رايو د بیا شمېرنې بهير پای ته ورسېږي.

“سادات” وايي چې په ۱۳ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسيدلی، په نور ولایتونو کې هم په چټکي کارونه روان دی؛ خو په پنجشیر، تخار، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې یوشمېر انتخاباتي ټیمونو د رايو د بيا شمېرلو د پروسې مخه نیولې ده.

د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وينا د معترضو نومندانو د پلويانو له خوا د ولایتي د فترونو د بیا پرانېستلو په موخه له امنیتي چارواکو سره په اړيکه کې دي.

د ټاکنو کمېسیون د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بيا شمېرلو بهير تېرع اونۍ پیل کړ؛ خو دغه بهير د ځينو انتخاباتي ټیمونو له مخالفت سره مخ او د دریوو ورځو له پاره وځنډول شو چې د یکشنبې په ورځ پیل شو.

په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار یوشمېر بنسټونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د لومړنیو پایلو د اعلان له پاره نېټه دقیقه او په خپله ژمنه دې عمل وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button