کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ګډ حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم وایي اشرف غني دې د ډاکټر نجیب تېروتنې نه تکراروي او په ملت دې رحم وکړي.
جنرال دوستم چې نن یې له سیاسي مشرانو سره ناسته لرله ویلي چې په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي ادعا وکړه چې حکومتي ځواکونو په کندوز کې پر خلکو ډزې کړې دي او په وینا یې دغه ډول تېروتنې هېواد له بحران سره مخ کوي.
دده په خبره ولسمشر دې د ډاکټر نجیب تېروتنې نه تکراروي او پر عامو وګړو دې ډزې نه کوي.
دوستم داسې مهال دغه ادعا یو ځل بیا تکرار کړه چې حکومت وايي ددوی سرتېرو په هېڅ ځای کې پر ملکي خلکو ډزې نه دي کړې.
خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وایي چې افغان ځواکونو په کندوز کې د ټاکنو کمیسیون ته څېرمه د عامو خلکو پر یوه لاریون ډزې کړي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

















