حکمتیار: اتیا سلنه درغلۍ هغو کړي چې دجعلي رایو د منل کېدو ګواښ یې کړی وو

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۲۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
د حزب اسلامي مشر او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار د دولت جوړونې ټاکنیزې ډلې ته په اشارې ویلي، اتیا سلنه درغلۍ هغې ټاکنیزې ډلې کړې دي چې د غیر بایومټریک رایو د منل کېدو ګواښ یې کړی و.
هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، هغه ۳۰۰ زره رایې چې د ټاکنو کمیسیون یې په اړه شک څرګند کړی و باید حذف کړل شي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، باید ټول صندوقونه بیا وشمیرل شي، نه دا چې یواځې د یو څو محلونو رایې د یوه نوماند په غوښتنه شمیرل کیږي.
حکمتیار دغه راز ویلي، هغه کسان چې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړې دي باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
نوموړي له ټاکنو کمیسیون څخه هم غوښتنه وکړه چې د هغو څه باندې ۲۴۰۰ محلونو د بایومټریکي وسایلو د ورکېدو په اړه هم ځواب ووایي چې د حاکم ټیم له لوري تښتول شوي دي.
هغه زیاته کړې، څو پورې چې ټولې غیر بایومټریک رایې باطلې نه وي اعلان شوې او د لویو درغلیو عاملین محاکمه شوي نه وي هیڅوک هم د پایلو د اعلان حق نه لري.
تر دې وړاندې نورو ټیمونو هم ورته څرګندونې کړې وې، حاکم ټیم یې په تقلب تورن کړی وو، او ګواښ یې کړی وو که کمیسیون یې غوښتنې ونه مني؛ خپل حق به له نورو لارو چارو طلب کړي.



