لوګر: د طالبانو بريد کې د ګډو ځواکونو چينوک ډوله چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۹، چهارشنبه)

د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو د ګډو ځواکونو یوه چينوک ډوله چورلکه نسکوره کړې چې لسګونه بهرني او داخلي عسکر پکې وژل شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ګډو ځواکونو غوشتل تيره شپه د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپني عمليات وکړي خو د طالبانو له خوا وويشتل شوه، سوځول شوې او په بشپړه توګه له منځه تللې.

د لوګر يوې امنیتي سرچينې رسنيو ته ويلي، یاده چورلکه د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې نسکوره شوې چې لسګونه بهرني او شپنيو عملياتو کورني عسکر پکې وژل شوي دي.

ښاغلي مجاهد د شپنیو عملياتو د رهبرۍ له مرکز څخه معلوماتو ترلاسه کړي چې په وينا يې په ياده چورلکه کې ۵۴ تنه بهرني او د صفریک قطعې اړوند ځواکونه سپاره و چې ټول پکې وژل شوي دي.

د پيښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، د چورلکې له نسکوريدو وروسته سيمې ته امریکايي ايمبولانس چورلکې راغلي، سيمه کلابند ده او دا مهال هم د وژل شويو عسکرو او د چورلکې ټوټو په انتقالولو بوخت دي.

په وروستيو کې طالبانو هم د شپې دوربینونو، ليززي وسلو ته لاس رسی پيدا کړی چې تر ډيره يې د ګډو ځواکونو شپني عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي او هغوی ته يې درانه تلفات اړولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button