فارياب: یوه عسکر دوه قومندانان په ډزو وژلي، خپله طالبانو ته ورغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۹، چهارشنبه)

د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار مربوطاتو کې يوه د پوليسو دوه تنه قومندانان په ډزو وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی.

دغه پېښنه پرون ماسپښین د مرکز اړوند په ده سيدان سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالبان وايي، دغه بريد د دوی یوه نفوذي کس ترسره کړی او په خپله رسمي ويب پاڼه الاماره کې په یوه خبرپاڼه زياتوي چې په دغه برید کې د نجيب الله قره او بسم الله په نومونو دوه تنه قومندانان وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې بريدګر پوليس له یو کلاشينکوف او یو فلډر موټر سره ځان د طالبانو سيمې ته رسولی او هغوی سره یوځای شوی دی.

تر دې مخکې هم په پوځ کې د طالبانو نفوذي کسانو پر بهرنيو او کورنيو عسکرو، چارواکو او دولتي منسوبینو بريدونه کړي چې هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې او خپله يې ځانونه د طالبانو سيمو ته رسولي دي.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې دوی په پوځ او پوليسو کې لسګونه نفوذي کسان ځای پرځای کړي چې له موقع څخه په استفاده به پر بهرنیو او داخلي چارواکو او عسکرو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button