جعلي متفکره ! د طالب زور دې ولید؟

انجنیر عمیر ویاړ
جعلي متفکر تل په باټو سر وي خو بالآخره پړوس شي، که تاسې ته یاد شي څه موده مخکې چې کله زلمي خلیلزار له طالبانو سره تر نهو میاشتو مذاکراتو وروسته متفکر ته ورغی او د طالبانو سره د کړو هوکړو لیست یې ورته د میز پر سر کیښود، نو پر متفکر ناببره پیریان راغلل، او زلمي خلیلزاد ته یې سختې خبرې وکړي، چې له جملې نه یې دا خبره هم وه چې بندیان د افغانستان د حکومت په واک کې دي نه د امریکا، تاسې څنګه له طالبانو سره دا هوکړه کړې ده چې د امریکایی پوهنتون د استادانو په بدل کې به د طالبانو هغه بندیان چې له مونږ سره بندیان دي تاسې خوشي کوۍ، د طالب بندیانو خوشي کولو صلاحیت تاسې نه لرئ، د دې صلاحیت د افغانستان د حکومت سره دی او بس.
له خلیلزاد سره تر دې بحث او مباحثې وروسته یې مطبوعاتي کنفرانس وکړ او په کانفرانس کې یی په مکرر ډول وویل چې مونږ با عزته سوله غواړو، او د افغانستان د سولې مالکیت باید د افغانستان د حکومت په لاس کې وي، او د بندیانو د خوشې کولو صلاحیت د افغانستان د حکومت په لاس کې دی نه د امریکا او بل چا په لاس کې.
د غني دا ټولې اوتې بوتې ویل یواځې او یواځې د افغانستان د خلکو په اغفال کې ساتل دي، نه غواړي حقایقو باندې وپوهیږي، ځکه چې پوهیږي چې حکومت او پرې راغلی وخت دواړه شاه شجاعي دي.
معاصر شاه شجاع په رڼو سترګو نن د طالب زور ولید، انس حقاني او ورسره دوه ملګري یې یواځې او یواځې د هغه زور په واسطه چې الله تعالی ورته د جهاد په برکت په برخه کړی ښه په عزت خوشې کړل.
خو دا ځل غنی یو ځل بیا په تلویزیونو کار راښکاره شو، خو دا ځل یې بڼه د پخوا په څیر تیره نه بلکې پڅه وه، داسې بریښیدو لکه امریکایانو چې مکمل ګواښلی وي، سترګې یې ملت ته نشوې مخامخ کولای، د انس حقانی خوشې کولو ته یې هیڅ ډول معقول او منطقي دلیل نه درلود بس په هغه او دغه یې ځان خلاص کړ، او د دې لپاره چې د ځان او خپلې فاسدې او لاسپوڅې ادارې ته د وړو یوه پوزه جوړه کړې دې خوشې کولو ته یې د مشروط خوشوې کولو نوم ورکړ، حال دا چې مشروط په دې مقام کې یوه بې معنا او بې مفهومه خبره ده، اصلي خبره داده چې د طالبانو لخوا پر امریکا فشار و، او فشار هم معلوم و چې امریکایی استادان د طالبانو د قانون په پنجو کې ګیر وو او امریکا لازمه وګڼله چې باید د طالبانو غوښتنې ته سر ټیټ کړي، او که غني هر څومره چغیدلای وي اعتنا یې ورته نده کړې او بالآخره امریکایان مجبوره شوي چې غني او د هغه ټیم په سپکو سپک کړي، که چا د غنی دا منظر په بیګاه په تلویزیون لیدلی وی، ورته به جوته شوې وي چې کیسه بل ډول وه، نه هغه ډول چې غني یې کیسه وکړه، د غني ترڅنګ یوې خواته امرالله صالح او بلې خواته دانش هم ولاړ او دقیقه پس یې پوزې پاکولې، درې واړه بیګاه د لومړي ټولګې هغو ماشومانو ته ورته وو لکه معلم صاحب چې وهلي بې عزته کړي او بې مالکیته کړي وي.
غني د خپل خبرو په جریان کې د دې لپاره چې له شرم او سپکاوي یو څه ځان وژغوري ، امریکا ته یې د نړیوالوې ټولنې نوم استعمال کړ، او ویې ویل چې دا خوشې کیدل یې د نړیوالې ټولنې سره په همغګۍ ترسره کړي دي.
حال دا چې دغه درې واړه خوشي شوي کسانو باندې محاکمو د اعدام حکم هم کړی، خو غني د غلامۍ له کبله ونکړای شول چې خپل حکم تنفیذ کړي، بلکې برعکس د خپل بادار حکم یې تنفیذ کړ او د ځان د سپیناوي لپاره درواغجنې بهانه جویانې هم کوي.
اوس به خلکو ته نوره هم ثابته شوې وي چې اشرف غني په هیواد کې د امریکا یوه پخه غلامه مهره ده، چې یو قدم هم د امریکا له حکم او امر پرته نشي پورته کولای.



