روحاني: امریکا په هیڅ صورت افغان جګړه نه شي ګټلی؛ یواځینی حل یې دسولې خبرې دي

کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا په جګړییزه تګلاره نیوکې کړي او ویلي یې دي چې امریکا افغانستان کې په خپل حضور سره یوازې خپلې ګټې پالي.

روحاني د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د امریکايي ځواکونو حضور دغه جګړه نه شي ختمولی.

دده په وینا امریکا په افغانستان کې یوازې د خپلو ګټو لپاره حضور لرې او اډې جوړوي له دې ورهاخوا په سیمه کې د مثبت اقدام نیت نه لري.

نوموړي ټینګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او افغانان حق لري چې خپل برخلیک پخپله وټاکي.

د حسن روحاني په خبره افغانان پخپله کولی شي د بهرنیانو له مداخلې پرته په خپل هېواد کې سوله او امنیت ټینګ کړي نو امریکایان دې له مداخلې ډډه وکړي.

دواړو لورو همدا راز د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې پر روان وضعیت هم خبرې او بحثونه لرلي دي.

داپه داسې حال کې ده چې طالب او امریکایي لوریو دباور جوړؤنې په پار تېره ورځ د ځینو بندیانو تبادله وکړه چې دې اقدام یو ځل بیا دسولې خبرو ته هیلې راټوکولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button