د جرمني د پخواني ولسمشر زوی وژل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
د “ريچارد فون ويززاکر” زوی “فریتز فون ویززاکر” دچړې په بريد کې وژل شوی.
“ريچارد فون ويززاکر” له ۱۹۸۴م کال څخه تر۱۹۹۴م کال پورې دجرمني ولسمشر و
دجرمني دپلازمينې “برلین” پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي په “برلین” ښار کې د “شلوسپارک” په ستر روغتون کې د تربيوي سیمینار په وخت په یو ډاکټر د چړې په وسيله برید وکړ.
برید کوونکی د پيښې په ځای کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د جرمني د خبري رسنیو په وينا په دغه بريد کې وژل شوی ډاکټر دپخواني ولسمشر زوی دي.
دپوليسو په وينا هغه د “شلوسپارک” په نوم په يو روغتون کې دسر طبيب دنده درلوده.



