د چاپو او شپینو عملیاتو مقابله څنګه باید وکړو؟؟

همت منصور

لکه څنګه چې زموږ ټولو هیوادوالو ته معلومه ده په دې وروستیو کې وحشي او بې رحمه دښمن په چاپو او شپنیو عملیاتو ډېر تمرکز کړی چې په ترځ کې ېې هره ورځ لسګونو بې وزله هېوادوالو په تېره عامو افغانانو مېرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي او کورونه ېې نړیږي.

دا چې په دې اړه د مجاهدینو مسئولیت څه دی او کوم کارونه باید وکړي؟ دخپلو تجاربو په اساس لاندې مواردو ته اشاره کوم.البته دا لیکنه یوازې یوه مشوره او زما شخصي اند دی له کوم رسمي آدرس سره تړاو نه لري.

۱: لکه څنګه چې بزدله دښمن او د سي آی اې سپي د عامو خلکو له وژلو پر مجاهدینو د فشار په توګه ګټه اخلي نو باید مجاهدین خپل مراکز د عامو خلکو د اوسیدو له سیمو لرې جوړ کړي. او نه باید کوم مجاهد د شپې پر مهال په کورونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونوکې پاتې شي.

۲: د امکان تر حده باید له تلیفون استفاده ونه شي او که کیږي هم باید یواځې د اشد ضرورت پر مهال، په عامو حالاتو کې خپل تلیفونونه بند وساتئ ځکه د تلیفون تعقیب ډير آسانه دی او دوښمن په تیره بې پيلوټه الوتکو ته د مجاهدینو د تعقیب موقع په لاس ورکوي.یواځې د سیم کارت بدلول کومه ګټه نه لري.

۳: مجاهدین باید منظمه پهره ولري او  ارتباطي وسیایل (مخابرې) ېې باید حتماً فعالې وي چې یو بل ته پر وخت خبر ورکړل شي.

۴: مجاهدین باید  په خپلو مراکزو کې حتماً داسې سمڅې جوړې کړي چې لږ تر لږه دریو خواوو ته لار ولري او لږ تر لږه لس متره ژوروالی ولري . د سمڅې خولې باید په داسې ځایونو کې وي چې مجاهدین ترې د محاصرې پر مهال د وتلو استفاده هم وکړی شي. دا سمڅې د بمبارد پر مهال باید وکارول شي.

۵: د مراکزو په شا او خواکې د ۳۰ نه تر ۵۰ مترو له یو بل په فاصلې سره باید داسې خځې یا سنګرونه جوړ شي چې یو متر ژوروالی، ۷۵ ثانتې متره سور او دوه متره اوږدوالی ولري او سرونه ېې د ځمکې له سطحې ۲۵ ثانتې متره لوړ پټ شي چې ټولو خواوو ته مورچې ولري . د خځو د سر خاوره باید له نورې ځمکې سره توپیر ونه لري دا خځې نه الوتکې کشف کولای شي او نه هم پلي عسکر. او له پلیو عسکرو سره ترې مقابله هم په ښه ډول کیدای شي.

له دې خځو له یوه تر دوو مجاهدینو استفاده کولای شي، شمیر ېې په مراکزو کې د مجاهدینو د تعداد په اساس ټاکل کیږي، دا خځې چې څومره ډيرې وي همدوره غوره دي.

۶: په ټولو هغو سیمو کې چې د دوښمن د پلیو عسکرو د راغونډو تصور کیږي  (لکه د دروازو شا او خوا د دیوالونو شاته او په ژورو ویالو او کندو کې )باید په کې له وړاندې ماینونه خښ شي او د برقي سیم په وسیله له خځو (سنګرونو )سره وتړل شي. دا برقي سیمونه باید د ورځې له خوا قطع خو د شپې پر مهال باید وتړل شي تر څو د اړتیا پر مهال ورته چاودنه ورکړل شي.

په یوه یا دوو ماینونو اکتفاء مه کوئ ، چې څومره ډير وي دومره مؤثر وي.د دوښمن د چاپو او هوايي عملیاتو ویډیو ګانې چې په انټرنیټ کې شته وګورئ.

۷: په ټولو هغو سیمو کې چې د دوښمن د چورلکو د الوت تصور کیږي د بې ام ۱۲ یا بې ام ۴۰ شارټي توغوندي باید په داسې ډول ځای پر ځای شي چې مخ ېې د هوا په لور  وي او په سر کې ېې د لاسي بم یا ګرنیټ کیلي له خمیره ايي بارتو سره ځای پر ځای شوې وي تر څو ورته په هوا کې د چاودلو قابلیت ورکړي . (کیدای شي کیلي په ځمکه کې له یوه میخ سره وتړل شي)دا توغوندي باید له خځو سره د برقي سیم په وسیله وتړل شي چې د اړتیا پر مهال وتوغول شي.په یوه یا دوو توغوندیو اکتفاء مه کوئ چې څومره ډير وي هومره ښه دي. دا توغندي معمولاً د چورلکو د الوت په فاصله کې انفجار کوي او په لنډه فاصله کې د چورلکو د سقوط سبب ګرځي.

دا توغوندي له مراکزو په لرې سیمو کې چیرته چې د چورلکو د تګ راتګ تصور کیږي هم ځای پر ځای کړئ تر څو د چورلکو لپاره ټوله سیمه بې امنه شي.له دې وسیلې په ټولو هغو سیمو کې استفاده کولای شئ چې الوتکې او چورلکې په کې ټیټ الوت کوي لکه د هوايي ډګرونو شا او خوا.

۷: د الوتکو او چورلکو د شپې دوربینونه ژوندي ژوي ، انسانان او حیوانات د هغوی د بدن د تودوخې په وسیله کشف کوي نو ځکه د چاپې پر مهال د تیښتې او منډې هڅه مه کوئ، الوتکې او چورلکې متحرک اهداف ډ‌ير په آسانه کشف کولای او له منځه وړلای شي او پیلو عسکرو ته هم ستاسو د په نښه کولو موقع برابریږي. په خځو او ممکنه ژورو ځایونو لښتیو او ویالو کې ځانونه پټ کړئ، د امکان تر حده له ډبلو جامو او کمپلو (په تیره د ژمي په موسم کې ) کار واخلئ. په یوه ځای کې مه راغونډيږئ بلکې یو له بل باید لږ تر لږه ۳۰ متره فاصله ولرئ. په خدای ج توکل او مقاومت مو د بریا راز دی.

۸: کله چې کوم مجاهد د بې پيلوته یا چورلکې په وسیله په نښه کیږي تاسو ورسره د مرستې په پار مه ورنږدې کیږئ، هغه سیمه لا هم تر څار لاندې وي او بیا هم د حملې لاندې نیول کیږي، په دې سره نه یواځې خپل ژوند په خطر کې اچوئ بلکې د زخمي مجاهدینو ژوند هم ګواښئ، او دوښمن د لا ډيرو مجاهدینو په شهیدولو بریالی کیږي، په یاد ولرئ تاسو د جګړې په ساحه کې له هغه زخمي سره چې وجود ېې له چرو ډک وي د پام وړ مرسته نه شئ کولای.

۹:د شپې پر مهال له لاسي څراغونو او رڼا لرونکو وسایلو استفاده مه کوئ، په دې سره تاسو له لرې په نښه کیدای شئ او موقعیت مو کشفیږي د دوښمن د شپې څراغونو ته لږ رڼا هم مهمه وي .

۱۰:نظامي مراکزو ته د غیر مسئوله افرادو تګ راتګ د امکان تر حده محدود کړئ تر څو رازونه او اسرار مو پت وساتل شي. مراکز مو کشف نه شي .

۱۱: مجاهدینو په تیره مهم مشران او قوماندانان باید په یوه ځای کې ډير پاتې نه شي بلکې زر زر خپل ځایونه بدل کړي.

۱۲: د خپلو نقلیه وسایطو په ښه ډول ساتنه وکړئ. دوښمن د جواسیسو په لاس په هغو کې داسې وسایل نښلوي چې بیا په آسانه د بې پيلوټه الوتکو او چورلکو له خوا تعقیبیدای او بمباریدای شي.

کله کله دوښمن په مخابرو، موټرسایکلونو او نورو هغو وسایلو کې چې مجاهدین ېې کاروي له وړاندې د تعقیبیدو وړ وسایل ځای پر ځای کړي وي. دا وسایل له ډاډمنو پلورنځایونو واخلئ او بیا ېې په مسلکي کسانو چک کړئ تر څو ډاډه شئ.

۱۳: هیچرته تر هغو چاپه نه اچول کیږي چې دوښمن ېې په اړه پوره معلومات ونه لري، دا معلومات یا د ارتباطي وسایلو او یا جاوسوسانو په وسیله راټولوي نو ځکه د هغه کسانو ټينګه څارنه وکړئ چې د دوښمن د جاسوسۍ شک پرې کیږي په تیره د مجاهدینو په منځ کسانو کې. د هغوی ارتباطي وسایل وخت په وخت په ناببره ډول چک کړئ او ټول حرکات ېې تر څارنې لاندې ونیسئ.

۱۴: له عامو خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړئ، اجازه مه ورکوئ چې دوښمن ېې ستاسو پر ضد وکاروي، بلکې دوی تاسو او تاسو دوی باید خپل قوت او ځواک وبولي.

۱۵: بې تقوا او بې بندو باره خلکو ته په خپلو لیکو کې ځای مه ورکوئ، ټول درد سر له همدې خلکو پیدا کیږي.

۱۶: مهم رازونه له ټولو سره مه شریکوئ، هر چاته دومره معلومات ورکړئ چې ورته اړتیا لري، هڅه مه کوئ په هر څه پوه شئ، په دې سره د یوه مجاهد په نیول کیدو ټول پلانونه نه افشاء کیږي، جواسیو ته مهم معلومات نه رسیږي او مجاهدین هم د آرامۍ احساس کوي.

۱۷: په یاد ولرئ ستاسو د لږ بې پروائي یا د واړه راز ویل د ډيرو کسانو د شهادت سبب کیدای شي چې تاسو به ېې هم په قتل کې شریکان وئ او خدای ج او خلکو ته به مسئول وئ.

۱۸: د مجاهدینو په اکمال او تجهیز او ترنینګ ډير کار وکړئ، هر هغه څوک چې په مرکز کې وي باید پوره تجهیزاو د مقابلې پوره وړتیا ولري. د وسلو او مهماتو په څنګ کې د امکان تر حده د اعاشې او اباتې انتظام وکړئ. پر هغوی د وسلو او منډې تمرینونه وکړئ، یو سمبال مجاهد تر لسو غیر سمبال مجاهدینو غوره دی. په دې سره د مجاهدینو د بې ځایه تلفاتو مخنیوی کیږي.

۱۹: هیڅکله له هغو وسایلو او مهماتو استفاده مه کوئ چې دوښمن ېې د جګړې په ډګر کې یا له چاپې وروسته پریږدي. په دې وسایلو او مهماتو کې چاودیدونکي توکي او د تعقیب وړ توکي ځای پر ځای شوي وي.

۲۰: ستاسو به په یاد وي چې یو وخت دوښمن جعلي ریموت کنترول د پاکستان له لارې وارد کړي ؤؤ چې له مین سره له تړل کیدو سره ېې چاودنه کوله او د ډيرو مجاهدینو د شهادت سبب شوه په دې برخه کې ډير محتاط اوسئ، برقي سیم تر ټولو ډاډمنه وسیله ده.

۲۱: د دوښمن مهم کسان او استخباراتي چارواکي او مسئولین له فوځي مراکزو تعقیب کړئ، په دې سره د دوښمن ملا ماتیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button