کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۸ل)
د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې د رهبري هيئت غړی محمد محقق وايي په تيرو ولسمشریزو ټاکنو کې روانې لانجې د اشرف غني د بې مسؤليته لاسوهنو له امله دي او د انتخاباتو کمېسیون ګډحکومت د مشر اشرف غني په امرونو خپل کارونه مخ ته بيایي او قصدا دستونزو پيښيدو ته لاره جوړوي.
محقق ادعاکړې چې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې مالي فساد ته لاره هواره کړې او که چېرته یې مخه ونه نیول شي، نو سولې ته رسېدل به هم مشکل وي.
محقق په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازي “تدامچي یاماماتو” تور پورې ولګاوه، چې د انتخاباتو په پروسه کې د یو اشرف غني په ګټه لاسوهنه کوي.
محمد محقق په داسې وخت کې په ارګ او په افغانستان کې دملګرو ملتونو په سازمان “يوناما” تور پورې کوي، چې په ټاکنو کې يې لاس وهنه کړی، چې ټاکنې نورې هم بحران ته ننوتې او د رایو د بيا شمېرنې سره دوو مخکښو کانديدانو عبدالله عبدالله او انجينر ګلبدین حکمتیار پرېکون اعلان کړی دی.

















