فيفا او ټيفا: د رايو بيا شميرنه شفافه نه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۳۰، پنجشنبه)
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو دوه ادارې فيفا او ټيفا وايي، چې د ولسشمرۍ ټاکنو د رايو بيا شميرنه شفافه نه ده.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فيفا مرستيال نعيم اصغري وايي، چې د دغه ادارې د موندنو له مخې د رایو په بیا شميرنه کې نمګړتياوې شتون لري او غير شفافې دي.
د اصغري په وينا، د څه د پاسه دوه زره محلونو کې انتخاباتي کارکوونکي د بيا شميرنې د کار له ميتودونو او کوډونو سره اشنايي نه لري په دې معنا چې دوی په دغه کار سره نه توانيږي چې رايو ته دې زيان وانوړي.
نوموړی زياتوي، په يادو محلونو کې د څارنې سطحه ډيره ټيټه ده او دا هم د بيا شميرنې بهير ته ننګونه ده.
د اصغري په خبره، د هغه رايو باره کې چې بايد څارنه او تفتيش يې وشي که ناظرانو ته په اختيار کې ورنکړل شي نو د بيا شميرنې پايلې به هم شفافې نه وي.
په عین حال کې د رڼو ټاکنو د بنسټ وياند زبير حبيب زاده هم وايي، چې د رايو بيا شميرنه شفافه نه ده زياتوي په دغه بهير کې تقلب ته ډيره زمينه برابره شوې ده.
نوموړی زياتوي، په هغه ولايتونو کې چې د بيا شميرنې بهير بشپړ شوی او یا روان دی ډيرې زياتې درغلۍ شوي او ټيفا د یادو درغليو او تقلب مواردو په اړه د اسنادو برابرولو په حال کې ده.
د افغانستان له ولسمشرۍ ټاکنو نږدې دوه مياشتې پوره کيدونکي کې دي خو په ټاکنو کې د درغليو، تقلب، تخنیکي ستونزو او په کمېسیون کې د اختلافاتو له کبله لا هم د ټاکنو لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.
د شنونکو په باور ښايي ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي چې د ټاکنو کمېسيون هم وړمه ورځ ويلي و چې که ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي نو دوی ورته چمتووالی بشپړ کړی دی.



