د بلخ په مختلفو ولسوالیو کې ۲۴ تنه دولتي عسکر طالبانو سره یو ځای شوي
کابل ټکى کام (چهارشنبه، ۲۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
د بلخ ولایت مختلفو ولسوالیو کې په ګڼ شمیر د ملي اردو او پولیسو سرتیري له خپلو دندو لاس په سر، او طالبانو سره یوځای شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، «دغه عسکر چې شمیر یې ۲۴ تنو ته رسیده د یاد ولایت په زارع، شولګر، چمتال او کشنده ولسوالیو په مربوطاتو کې د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس پر سر او مجاهدینو ته راغلل.»
طالب ویاند زیاته کړې، د دوی د جلب و جذب کمیسیون مسئولینو د یوځای شویو عسکرو هرکلی کړی او د آرام ژوند د ډاډ ورکولو ترڅنګ یې هغوی
خپل عادي ژوند ته سوق کړي دي.
د یادونې وړ ده چې تیرو دریو میاشتو کې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې تر ۲۰۰۰ ډیر حکومتي منسوبین د حکومت له نظامي لیکو راوتلي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.



