له مرګ نه مخکې دغه شپږ کارونه ضرور وکړه.!

ژباړه: فضل باري مشفق

مرګ يو حقيقت دی چې خامخا راتلونکی دی او هر ساه کښ به د مرګ ترخه پياله حتماً څښي، دا معلومه نه ده چې مرګ به کله راځي، مګر دا حقيقت ده چې مرګ به خامخا راځي، خو له مرګ نه مخکې څو کارونه کول ضروري دي.

لومړی: اوس او همدا اوس له الله (ج) څخه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړه، ځکه چې هيڅ معلومه نه ده چې مرګ کله راځي، چې موږ ته به د ګناهونو د بښنې فرصت پيدا شي که نه.

دوهم: له مرګ نه مخکې داسې يو کار ضرور وکړه چې له مرګ نه وروسته يې هم تاته اجر او ثواب در رسيږي چې دغه ډول عمل ته جاريه صدقه ويل کيږي، چې ستا له مرګ نه وروسته خلکو ته ترې ګټه رسيږي او تاته يې اجر در رسيږي.

دريم: له مرګ نه مخکې داسې فکر وکړه چې ستا له مرګ نه وروسته خو به داسې څه په دنيا کې نه پاتي کيږي چې د هغې له امله تاته عذاب رسيږي.

څلورم:د مرګ له پاره همدا اوس تياری شروع کړه، چې دنيا دې هم ښه شي او اخرت دې هم ښه شي، يعنې دنيا کې به دې نور خلک له شر او ګناهونو څخه بچ وي او په اخرت کې به دې عذابونه کم شي.

پنځم: له مرګ نه مخکې په دې اړه هم فکر وکړه چې ستا له وجې خو به داسې يو بد عمل په ټولنه کې عام شوی نه وي، چې لا پسې دوام کوي، که چېرته داسې څه شوي وي، همدا نن يې د له منځه وړلو او ختمولو له پاره ګام پورته کړه ترڅو له مرګ نه وروسته تاته پرې عذاب ونه رسيږي.

شپږم: دا معلومه نه ده چې مرګ کله راځي، نو که له تا څخه څوک ناراضه وي او يا دې څوک خفه کړي وي، يا ته چا خفه کړی يې نو د الله (ج) د رضا له پاره يې معاف کړه، ځکه چې الله (ج) معافي کوونکي خوښوي او جنت ورکوي

مربوطه مطالب

Back to top button