د نوماندانو شورا: که حالت همداسې وي د ټاکنو پايلې ورته د منلو وړ نه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا، چې د اشرف غني ګوند پکې شامل نه دی، په یوه غونډه کې اعلان وکړ: اوسني حالت سره د ټاکنو پايلې نه مني.

يادې شوارا يو ځل بيا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا ‘یوناما ‘ وغوښتل چې د افغان ټاکنو دشفافیت په هکله خپل بې پرې رول ثابت کړي.

دوی د غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک هم واراوه، پرېکړه لیک کې راغلي و، چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په راتلونکو ورځو کې خلکو ته ‘د ټاکنیز کړکېچ د بدیل’ طرحه وړاندې کوي.

بل لور ته د ټاکنو کمېسیون په پام کې لري، چې راروانه اوونۍ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي، او ټاکنیزو نوماندانو خبرداري ته په ځواب د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايپ ټاکنیز نوماندان باید د دې بهیر له بشپړېدو مخکې قضاوت ونه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button