کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
د طالبانو له لوري خوشې شوي د امریکايی پوهنتون دوه استادان جرمنې کې د امریکایي ځواکونو یوې پوځې اډې ته رسېدلي دي. دا خبره امریکایي دپلوماتانو له رسنيو سره کړې ده.
کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان یو امریکايی استاد کیفین ګنګ او بل استرالیایی استاد تیموتي ویکس په ۲۰۱۶ م کال کې پلازمينه کابل کې طالبانو نيولي وو.
دغه استادان به اوس په جرمني کې د امریکا پوځي اډې ته نژدې ساتل کیږي چې روغتیايي حالت یې وارزول شي او عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو جوګه شي.
په جرمني کې د امریکا سفیر ریچارد ګرینل فاکس نیوز ته وویل چې دغه استادان د یوې د پلوماتیکې لارې څخه ازاد شوي؛ نوموړي په دې برخه کې د ټولو مرسته کوونکو څخه مننه وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه اقدام ته په افغانستان کې د سولې د راتګ او جګړې د ختمېدو په برخه کې د طالبانو اوحکومت د ښه نیت په سترګه ګوري او هرکلی يې کوي. اعلاميه زياتوي ددغو بنديانو په خوشې کولو کې قطر مهم رول لوبولی دی.


















