کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون په وينا د جمهوري ریاست د یو شمیر نوماندانو د مخالفت له امله یې لا هم په شپږو ولایتونو کې د رایو د شمیرلو بهیر ځنډیدلی او دفترونه يې لاهم تړلي پاتې دي
د ټاکنو د کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د جمعې په ورځ رسنيو سره خبرو کې وویل، چې تیره شپه د رایو د بیا شمیرلو بهیر په ۲۱ ولایتونو کې بشپړ شو او ټاکل شوې، چې د نن ورځې تريایه به دا بهیر په څلورو نورو ولایتونو کې هم بشپړ شي.
ښاغلي حقپرست وویل:”بدخشان، تخار، پنجشیر،جوزجان، سرپل او د فاریاب هغه ولایتونه دي، چې لا هم د دوی دفترونه په کې تړلي پاتې دي”.
د ښاغلي حقپرست په خبره، کمېسیون هڅه کوي، په دغو ولایتونو کې هم د اعتراض کوونکو سره د تفاهم له لارې شخړه پای ته ورسوي.
د انتخاباتو شاوخوا ۵۵ ورځې تیرې شوي دي خو لا هم د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي. که څه هم ټاکنو کمېسيون ويلي چې راتلونکې اوونۍ لومړنۍ پايلې اعلانوي؛ خو د نوماندانو مخالفت او ګواښونو ته په کتو داسې نه ښکاری چې کمېسيون دې وتوانيږي پايلې دومره ژر اعلان کړي.


















