ټرمپ د دوه وژل شوو امریکایي پوځیانو مړو ته د درناوي په پار ډوور هوایي اډې ته تللی

کابل ټکى کام (جمعه، ۳۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په ډوور هوايي اډه کې د هغو دوه امریکايي پوځیانو د مړو درناوي ته ولاړ، چې تېره اوونۍ په لوګر ولایت کې د هلیکوپترې د نسکوریدو په پېښه کې ووژل شول.

 له ټرمپ سره د نوموړي میرمن میلانیا ټرمپ، د لوی درستیزانو کمیټې رییس او د ملي امنیت سلاکار هم ملتیا کوله.

 ټرمپ د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره هم ولیدل، دهغوی قربانۍ یې وستایلې، د خواخوږۍ اظهار یې وکړ او دمرستو ژمنه یې وکړه.

 دغه دوه پوځیان د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سیمه کې د پوځي عملیاتو پرمهال د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي وو.

د دې هلیکوپترې د نسکورېدو مسئولیت وسلوالو طالبانو منلی وو او دایې د خپلو الفتح عملیاتو د کامیابو عملیاتو ګړندۍ لړۍ بللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button