کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
دعراق د امنيتي چارواکو په وينا حکومت ضد لاريون کونکو د پلازمينې “بغداد” مهمې لارې بندې کړې.
دامنيتي چارواکو په خبره نن جمعه د (نومبر۲۲) په بلازمينه بغداد کې لږ تر لږه څلور لاريون کونکي له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
د”الجزيره” د راپور له مخې پوليسو دلاريون کونکو دشړلو لپاره ډزې کړي دي چې څلور مظاهره چيان وژل شوي او ۴۸ نور مرګوني ژوبل شوي دي.
داکتوبر د مياشتې راهيسې چې په عراق کې دحکومت په ضد لاريونونه پيل شوي تراوسه په کې ۳۰۰ لاريون کونکي وژل شوي اوزرګونه نور ټپيان شوي هم دي.
ديادونې وړ ده چې په عراق کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې په د اداري فساد، بیکارۍ، خرابو روغتیايي او نورو خدمتونو په ضد پیل شوي دي.


















