کابل ټکى کام (جمعه، ۳۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ناروې هېواد یوه غېر مسلم اوسېدونکي غوښتل چې په عام محضر کې د یوه جشن له لارې قرانکریم وسوځوي، خو په نوموړي په دغې سیمه کې ناڅاپه یو مسلمان ځوان برید وکړ، هغه یې سخت وډبوه او جوړ شوی جشن یې ګډ وډ کړ.
په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په ناروی کې د لارنس په نوم یوه کس په عام محضر کې د قرآن سوځولو هڅه کړې ده، خو د یو ځوان مسلمان له سخت غبرګون سره مخ کېږي چې وروسته یاد پروګرام په تاوتریخوالي باندې اوړي.
په دې ویډیو کې ښکاري چې لسګونه خلک په دې سیمه کې راټول دې او د قران سوځولو شېبې شماري، کله چې دغه غیر مسلم کس د قرآن سوځولو هڅه کوي په دې شېبه کې دغه ځوان ناڅاپه د میدان په لور منډه کوي او د قران سوځوونکي کس د وهلو هڅه کوي پولیسو هم د دې تاوتریخوالي مخه په سمدستي ډول ونیوله او دواړه یې په خپله ولکه کې واخیستل.
په ټولنیزو رسنیو د نورو هېوادونو مسلمانانو په ناروی کې د قران د سوځولو په دې پېښې سخت غبرګونونه ښودلي دي او دا یې د ناروی د خلکو ستره تېروتنه بللې ده، خلک هم د دې هېواد له چارواکو غواړي چې په اړه یې سپیناوی وړاندې کړي.
په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د دې مسلم دنګ ځوان ملاتړ کړی دی خلکو یې په اړه په ټولنیزو رسنیو بیلابیل لیکل کړي دي، نوموړي ته څوک د غازي او څوک د اسلام د قران ساتونکي لقب کاروي.
د افغانستان، پاکستان، اندونیزیا، هند او د نورو هېوادونو مسلمانانو یې هم په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو د پراخ
ملاتړ اعلان کړی دی، دوی له سهاره تر دې دمه د هغه په ننګه لیکل کوي او د غازي په نوم ورته خطاب کوي.


















