کولمبیا کې د حکومت پر وړاندې لاريونونه پيل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)

کولمبیا کې لسګونه زره لاريون کوونکي د اقتصادي بې عدالتۍ، د مشرانو پر ضد د حکومتي تشدد، او په حکومت کې د پراخ اداري فساد پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

د پولیسو په وينا د کولمبیا پلازمينه ‘بوګاتا’ کې نږدې دوه سوه زره محصلینو، استادانو، کارګرانو او عامو وګړو د حکومت پر ضد مظاهرو کې برخه اخیستې ده.

يو محصل ‘ هولیو کونتراریس’ وايي: ” وخت رارسېدلی دی، چې د خپل حق لپاره غږ پورته کـړی. موږ نور اداري فساد او درواغ نه شو زغملای. موږ د مبارزې میدان ته رادنګلي دي.”

که څه هم تراوسه د کولمبیا لاريونونه تر ډېر حده سوله ایز دي، خو ځينې ځايونه د پولیسو او لاريونوالو تر مینځ د ډبرو د ګوزارونو راپورونه ورکول شوي دي.

د پلازمینې ‘بوګاتا’ لاريون کوونکو د چیلي، ایکوادور، او لاتیني امریکا د نورو هیوادونو بېرغونه ځان سره انتقالوي او “جنوبي امریکا راپاڅېږه! ” او ورته نور شعارونه يې له ځان سره ليږدول.

مربوطه مطالب

Back to top button