کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
که څه هم د ايران د”سپاه پاسداران” انقلابي ځواکوانو د حکومت ضد لاريون والو په وړاندې سخت غبرګون ښودلی اود هغوی دماته ولو لپاره يې له پوره ځواک کار واخيست چې په پايله کې يې ۱۰۹کسان مړه اوپه سلګونو نور ټپيان شول خو دبهرنيو خبري آژانسونو دراپورونو له مخې لاهم دياد هيواد په ګڼو لويو او وړو ښارونو کې دحکومت په وړاندې پراخ لاريونونه لاروان دي.
نن دجمعې له لمانځه وروسته زرګونه لاريون کونکی د پلازمينې “تهران” لويو واټونو ته راووتل اود حکومت په وړاندې يې قهرجن شعارونه ورکول د قهرجنو لاريون کونکو له خوا د ايران لوی بانګ “مهر اقتصاد” ته يوځل بيا اور اچول شوی.
دايراني چارواکو په وينا چې دلاريونونو له پيله تر اوسه د ايران اقتصاد ته په ميليونونو ډالر تاوان رسيدلی.
ياد لاريونونه له پلازمينې “تهران” وروسته کرج ، کرمانشا ، يزد خوزستان ، کردستان ،یزد او تر ٢٠ ډيرو لويو او وړو ښارونو ته ورسيدلی.
د ايران حکومت له تاوتريخوالې ډک لاريونونه د بهرنيانو دسيسه بللي او بيا بيا يې خبرداری ورکړی چې داډول لاريونونو ته به کله هم اجازه ور نه کړي.
















