کابل ټکى کام (جمعه، ۳۱ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو دفاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او ټولې دفاعي پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
یو شمېر سرچینې وایي، حکومتي ځواکونه له یاده ولسوالۍ وتلي او له ولسوالۍ څخه لرې سخته جګړه روانه ده چې پولیسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په قرمقول ولسوالۍ د برید خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ او ګڼې پوستې یې نیولي او عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا مهال له ولسوالۍ بهر د دِه یکچي په سیمه کې جګړه روانه ده او حکومتي ځواکونو دتیښتې په حالت کې دي.


















