چينايي ولسمشر: امرېکا دې موږ ته د ډارنو په سترګه نه ګوري

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۱ لړم، ۱۳۹۸ل)
د چين ولسمشر ‘شې جن پينګ’ ويلي دي چې هيواد یې له امريکا سره د ښو سوداګريزو او په متقابل احترام ولاړو اړيکو غوښتونکی دی؛ خو دا په دې معنا نه ده چې دوی له امريکا ډاريږي.
دا خبرې ښاغلي ‘شې جن پينګ’ په هغه ميلمستيا کې کولې چې د امريکا پخوانيو چارواکو او ملکي وګړو هم ګډون پکې کړی و. نوموړي خبرداری ورکړ چې دوی له امريکا سره د ښو تجارتي اړيکو غوښتونکي دي خو که د امريکا جنګ کولو ته زړه کيږي دوی يې هم په ډيرې خوشحالۍ او ميړانه ځواب ورکولای شي.
اقتصادي پوهان په دې اند دي چې د امريکا او چين تر منځ دغه ناندرۍ او روانه اقتصادي جګړه په سيمه او نړۍ منفې اغيز کوي. او روغې اړیکې یئ د سیمې په هيوادونو مثبت اغيز کوي.
د يادونې وړ ده چې چين او امريکا اقتصادي سيالۍ ډېره مخينه لري؛ خو له کله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدلی، دا سيالۍ تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې. ډونالډ ترمپ د چين په محصولاتو لوړې تعرفې ټاکلي او هڅه کوي چې له دې لارې امريکا ته د چين د صادراتو مخه ونیسي. چين يې هم په وړاندې ورته ګامونه پورته کړي دي.



