کابل ټکی کام (شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
نایجېریا کې يو سړی، چې پر انټرنېټ د فساد په تور بندي شوی و، په زندان کې بهر څخه یو میلیون ډالر غلا کړي دي.
د درغليو او فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي ‘هاپ اولوسیګون اروک’ دې کار کې له ده سره د مرستې په پار د تېر ایستنې یوه ډله کارولې ده.
چارواکي وایي کله چې نوموړی په مالیزیا کې و او نیول کېده، اسیا او افریقا کې د تېر ایستلو د یوې شبکې مشرۍ يې پ غاړه وه.
له نيول کيدو وروسته په ۲۰۱۲ کال کې په ۲۴ کلونو بند محکوم شو، او د نايجيريا په ډېر خوندي زندان ‘کیریکیري’ کې ساتل کيده. د زندان د قانون له مخې نوموړي باید انټرنيت ته لاس رسی نه لرلی خو له نوموړي پوښتنو ګروېږنو ومونده چې لاهم انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د نایجېریا د مالي او اقتصادي جرمونو ادارې په وينا: دده له لوري د تېر ایستلو په اړه یې یو راپور موندلی دی، چې دغه بندي د نا مالومو لاملونو له کبله روغتون ته بېول شوی، په هوټل کې اوسېدلی او له خپلې مېرمنې او بچیانو سره یې لیدلي دي.
د فساد ضد ادارې څېړونکي اوس روغتون ته د هغه د تګ لاملونه څېړي او دا چې څه ډول يې هوټل ته لاس رسی موندلی.
















