کابل ټکى کام (یکشنبه، ۳ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
مسیر ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې لیکلي،«د دریو طالبانو په بدل کې د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کولو امریکا او په ځانګړي ډول ټرمپ ته دا زمینه برابره کړه، چې له طالبانو سره د خبرو بیا پیل ته پلمه جوړه کړي.
ورځپاڼه وایي، که څه هم خبرې په رسمي ډول نه دي پیل شوې، خو نارسمي خبرې پیل شوې دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره پر چوکاټ، د خبرو د بیا پیل پر څرنګوالي، پخوانیو توافقاتو د امریکا پر نوو غوښتنو او شرطونو له طالبانو سره خبرې کوي.
معلومه نه ده چې رسمي خبرې به کله پیلیږي، خو اټکل دی چې که طالبان د امریکا ځینې غوښتنې ومني، ژر به دا خبرې پیل شي.»
ورځپاڼه لیکي، امریکا ډېره هڅه وکړه، چې پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني؛ خو طالبانو د امریکا غوښتنې ونه منلې او خلیلزاد به اوس بیا هڅه کوي، چې ځینې غوښتنې پر طالبانو ومني؛ خو داسې ښکاري چې خلیلزاد به بیا تش لاس ستنېږي.
«وروستي بدلونونه ښيي چې امریکا د خپلې اړتیا پر اساس له طالبانو سره د سولې خبرو ته بیا را ګرځي.
د امریکايي پوهنتون له استادانو سره د انس حقاني تبادله له پخوا د طالبانو غوښتنه وه، خو امریکا نه منله. اوس امریکا ومنله او داسې یې وښودله چې ګواکې طالبان بدل شوي او د دوی غوښتنې مني.
دا په واضح ډول د امریکا له خوا د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د یوې پلمې جوړول دي. امریکا پر طالبانو د خپلو غوښتنو د منلو او په امریکا کې دننه د ځینو اړتیاوو پر اساس خبرې پرېکړې او له طالبانو سره یې هوکړه لاسلیک نه کړه.
امریکا هڅه وکړه په دې موده کې پر طالبانو فشار راولي او خپلې غوښتنې پرې ومني. داسې نه ښکاري چې امریکا به په دې هڅه کې بریالۍ شوې وي. اوس چې یو ځل بیا خلیلزاد قطر ته ورغلی، هڅه به وکړي چې طالبان د ځینو داسې غوښتنو منلو ته اړ کړي، چې د امریکايي ګټو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.»
د مسیر په باور، امریکا په افغانستان کې د جګړې ختمولو په هڅه کې ده؛ ځکه په امریکا کې ټاکنې راروانې دي او ټرمپ غواړي بیا ځلې بریالی شي.
«دا چې دا ځل به امریکا بریالۍ شي او که نه، چې خپلو غوښتنو ته ورسیږي، وروسته به معلومه شي، خو څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې له طالبانو سره خبرې بیا پیلیږي او دا کار ژر کېدونکی دی».
















