کابل ټکی کام(دوشنبه، ۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا د کانګرس او سنا ګډ پلاوي سره په ليدنه کې په افغانستان کې د وژل شویو او ټپي شویو امریکایي سرتیرو قربانۍ تقدير کړي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې اشرف غني د امريکايي پلاوي غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان او امریکا اړېکې د ستراتیژیک او دوامداره مشارکت په اساس ولاړې دي او د تروریزم د له منځه وړلو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د وژل شویو او ټپي شویو امریکایي سرتېرو قرباني د درناوي وړ دي.
اشرف غني داسې مهال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي سرتیرو قربانۍ د درناوي وړ بولي، چې هره ورځ د بهرنيو عسکرو له لوري په هوايي بريدونو کې لسګونه عام افغانان او کله ناکله دولتي عسکر هم وژل کيږي.

















