د لوګر په ښوونځیو کې دجنسي ځورونو رابرسیره کونکی مدني فعال کابل کې تښتول شوی

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د لوګر ولایت په ښوونځیو کې دجنسي ځورونو رابرسېره کونکی د مدني ټولنې رییس «موسی محمودي» په کابل ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی.
د محمودي نږدې ملګرو طلوع نیوز ته ویلي، چې نوموړی له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د کابل ښار له منځه نادرکه شوی، چې لایې هم په اړه مالومات نه لري.
موسی محمودي، چې په لوګر ولایت کې د یوې مدني ټولنې ریاست په غاړه لري، څه موده وړاندې یې طلوع نیوز ته خبر ورکړ، چې په یاد ولایت کې ۵۰۰ تنه ماشومان چې د ښوونځي زده کوونکي هم پکې شامل دي، له جنسي پلوه ځورول شوي دي.
د موسی محمودي د نیولو خبره، نن پخواني ولسمشر «حامد کرزي» هم وغندله او زیاته یې کړه « که نوموړی د ملي امنیت له لوري نیول شوی وي، دا یو ډېر ناوړه کار دی.»
کرزي نن دخپلو خبرو پر دوام دسولې اړوند توضیحات هم ورکړل، د یاد ارمان پر وړاندې عمده خنډ یې حکومت یاد کړ، او زیاته یې کړه چې حکومت ورڅخه غوښتنه کړې تر څو دچین غونډه کې شرکت ونه کړي.
یاده دې وي، محمودي تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې نوموړی دملي امنیت ځواکونو له لوري تهدید او په مرګ ګواښل شوی دی.



