د طالبانو د سياسي مرستيال ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی ايران ته تللی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۶، چهارشنبه)

د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برابدر په مشرۍ یو پلاوی ايران ته تللی او د هغه هيواد له بهرنيو چارو وزير سره يې ليدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ښاغلي سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، ملابرادر او ورسره هيئت يې په تهران کې د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره کتلي د افغانستان د مسئلې او د سولې پروسې په اړه يې ورسره خبرې کړي.

شاهين زياتوي: “نن (نومبر 26) دا.ا.امارت سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشرمحترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر جواد ظریف او ورسره هئيت سره په تهران کې وکتل. دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې”.

دغه راز د ښاغلي شاهين په خبره، دواړو غاړو په دوه اړخيزو اړیکو او په ايران کې د افغان مهاجرينو پر ستونزو خبرې کړي چې د ايراني چارواکو له خوا د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل ژمنې شوي زياتوي: ” ددې علاوه، په دوه اړخیزو روابطو او په ایران کې د افغان مهاجرینو په ستونزو وغږیدل. ایراني لوړ پوړو چارواکو د افغان ولس سره د لاښو اړیکو ساتلو هیله څرګنده او د افغان مهاجرینو د ستونزو دحل وعده یې وکړه”.

د طالبانو پلاوي تر دې مخکې د ايران په شمول چين، روسيې، تاجکستان، پاکستان او ځینو نورو هيوادونو ته تللي چې د يادو هيوادونو له خوا رسمي دولتي پروټوکول ورکول کيږي چې له کبله يې طالبانو لپاره دغه پروټوکول ورکول د ګډ حکومت له غبرګون او نيوکو لاندې راغلي، خو تر اوسه هيڅ کوم هیواد ورته اهميت نه دی ورکړی.

مربوطه مطالب

Back to top button