پرون ناست وم ستا پر لاره تر سهاره/ غزل؛ ادريس بلال

پرون ناست وم ستاپرلاره ترسهاره
ما سلګۍ کړې بی اختیاره ترسهاره
چا د پلونو یو تصویردرکي انځور و
ښـــــکولولې مي غباره ترسهاره
اخ د مرګ ترخې څپې رانه جدا کړې
ځم راځــــــم دې ترمزاره ترسهاره
مابه لاري د راتـــــــــللو ستا څارلې
ټوله شــــــپه وم انتظاره ترسهاره
د اسمان ستوري شمارمه شپه سباکړم
اوس وجود لرم بیماره ترسهاره
د شبنم په ژبه تاهم اوښکي توی کړې
څڅــــو لې تا چیـــــناره ترسهاره
تروږمۍ او شبګيره د دښمن وېره
اه مي پټ ساتو له ډاره ترسهاره
مابــلال درته غزل له الهام اخیست
څو بیـــــتونه ستا لپاره ترسهاره



