ليکوال: نقيب الله احمدي
ښځه په ديموکراسۍ کې:
ديموکراسۍ يو نظام دی چې په غرب کې د فرانسې له انقلاب وروسته، د کليسا او ديکتاتورۍ له نسکورېدو سم را منځ ته شو، غربيانو ديموکراسۍ ته داسې تعريف کړی دی: ديموکراسي له دوه لاتيني کلمو څخه جوړه ده چې يوه يې: (Demos) د ولس په معنی او بله يې (Kratos) د واک او حکم په معنی ده چې اصطلاحي تعريف يې داسې ورته کړی دی: د خلکو حکومت د خلکو په لاس د خلکو لپاره. غربيان له ديکتاتورۍ او د دين له سلطې نه ستړي شوي و، ځکه يې دواړه له نظام نه ويستل او هر څه يې خلکو ته په لاس کې ورکړه چې د قانون جوړونې مکمل واک يې خلکو ته ورکړ او دا ځای يې له اسلام سره په ټکر کې ده، ځکه په اسلام کې حاکميت او قانون جوړونه تنها د خالق او رب العلمين وظيفه ده نه د مخلوق لکه الله جل جلاله فرمايي: إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ) (يوسف: 40).
ژباړه: نه دی حکومت (د هيچا) مګر خاص د الله دی امر يې کړی دی په دې چې عبادت مه کوئ تاسې مګر د همده.
وقال الله تعالى: (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ) الأحزاب:36.
ژباړه: او نه ده روا هېڅ مومن سړي او مؤمنې ښځې ته چې کله فيصله وکړي الله جل جلاله او رسول يې په يو کار کې چې وي دې دوی ته اختيار په خپل کار کې.
دا رنګه الله تعالی فرمايي: (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ) (المائدة: 50).
ژباړه: او څوک ډېر ښه دی له الله جل جلاله څخه د حکم له جهته هغه قوم ته چې يقين لري.
ديموکراسۍ بيا څو اصله لري چې يو يې د حقوقو او ازاديو اصل دی په دې ازاديو کې يې يوه شخصي ازادي ده، چې دا په غرب کې تر ټولو مقدسه ازادي ده يعنې انسان د خپل شخصيت پوره واک لري، هغه په خپل ځان هر څه کولای شي که هر ډول اخلاق غوره کوي خپل حق يې دی، پرته له دې چې هغه کړه وړه دې د روا او ناروا په تله و تلل شي، په ډيموکراسۍ کې زنا، لواطت، همجنس بازي او دې ته ورته نور کارونه د انسان شخصي حق دی او کولای يې شي تر هغه چې اجبار نه وي په کې راغلی.
نو ديموکراسۍ له دې لارې نر او ښځو ته داسې يوه افراطي ازادي ورکړې ده چې د ښځې سپېڅلی شخصيت يې له ستر شهواني ناورين سره مخ کړی دی، دوی وايي چې ښځه له نر سره په ټوله معنا مساوي ده او مساوي حقوق لري، په کار، کسب او هر څه کې له سړي سره بايد اوږه پر اوږه کار وکړي.
اوس به په غربي نړۍ کې عملي مثالونه وګورو چې په غربي ټولنه کې د يوې ښځې ژوند څه ډول ده او څنګه حقوق هغې ته ورکول شوي دي.
په نوې غربي ټولنه کې چې يوه ښځه د ديموکراسۍ په اصولو بازارونو ته وځي او خپل کورونه پرېږدي، غواړي کار ځايونو ته لاړې شي له نارينه و سره ګډ کار وکړي او خپل ژوند برابر کړي، هلته ګوري چې ټول ځايونه له نارينه و ډک وي او په هېڅ کومه شعبه کې د دې لپاره ځای نه وي؛ نو دغه نجلۍ بايد څه وکړي؟
دا وخت له دې سره يو شی پاتې دی چې د هغه په واسطه ځان ته ډوډۍ پيدا کړې چې هغه د دې ښځيتوب او ښايست دی تر څو يې بازار ته وړاندې کړي، ځکه دې ته د دې ازادۍ حق ورکړل شوی دی، چې خپل ځان د نارينه و د تفريح لپاره نانځکه کړي، ښځينه شخصيت هلته په نوې غربي ټولنه کې فقط همدومره ارزښت او بيه لري.
په لويديځ کې اوس دا يوه عادي خبره ګڼل کېږي چې ښځې بايد کورونه پرېږدي او د باندې ووځي، نارينه و ته ورته کارونه وکړي مګر هلته چې کله خپل زور او قوت له نارينه و سره پرتله کړي؛ نو خپل قيمت نه شي تر لاسه کولای؛ خو يو بديل له ځانه سره لري او هغه دا چې خپل ښځينه بدن له يو عالم ناز او نخرو سره د نارينه و مخې ته کېږدي او خپل بازار ښه تود وساتي په نوې غربي متمدنه ټولنه کې له نارينه سره د ښځې د مساوات او برابرۍ بس همدغه مفهوم پاتې دی.
په لويديځ کې چې کوم د ښځو د حقوقو او امتيازاتو ډېر تبليغات کېږي دا هسې پروپاګند دی، حقيقت بل شان دی دا هسې د اسلام د بدنامۍ لپاره دا کار کوي تر څو اسلام د خلکو په اذهانو کې کرکجن کړي. په غرب کې د نر او ښځې د اختلاط او افراطي ازادۍ د زيانونو څو نمونې درته بيانوو:
د کورني نظام ختمېدل، د نشه يي موادو استعمال او رواجېدل، د جبري زنا او فحاشۍ زياتوالی، د بې واده پېغلو په وړاندې د اولادونو ستونزه، د ماشومانو او حمل ضايع کول، چې روغتيايي ستونزې منځ ته راوړي، د حرامي او ناجائزه اولادونو بې شماره پيداکېدل، د جنسي ناروغيو لکه ايډز او سيفلس وبايي شکل غوره کول او ميليونونه خلک پرې اخته کېدل، د ځان وژنې فيصدي زياتېدل، په بوډاولي کې د بې کسۍ او مايوسۍ ژوند تېرول، د مور او پلار په ژوندانه کې د اولادونو د يتيمانو په شان ژوند تېرول، د ځوانانو څخه مجرمان او جنايتکاران جوړېدل، د جنس د بدلولو ليونتوب او داسې نورې په سلګونو ستونزې را منځ ته کېږي.
په غرب کې ښځه کوم ډول حقوقو ته لاسرسی لري:
يوې امريکايي ورځپاڼې ليکلي چې په امريکا کې د ښځو اوسط معاش نسبت نرانو ته ۶۰٪ کم دی په جاپان کې ۵۵٪ کم دی او په سياسي لحاظ يې برخه او ونډه ډېره کمه ده، په امريکا کې ۷۷٪ غريبان ښځې او ماشومان دي، د نرانو په نسبت د ښځو عايدات ۶۲٪ کم دي؛ نو په غرب کې يو شانته کار کول، يو شانته اسانتياوې لاس ته راوړل او يو شانته حقوق اخيستل يو خوب او افسانه ده.
د کره او موثقو راپورونو پر اساس په لويديځ کې لاندې ستونزې او مشکلات شته چې د ښځو او نرانو د مساوات حقيقت پکې څرګندېږي:
۱-د ډېر احتياطي راپور په اساس په امريکا کې په هرو لسو دقيقو کې د يوې ښځې ابرو تويږي.
۲-په امريکا کې يواځې ۱۵٪ ماشومان د مور او پلار له سيوري برخمن دي پاتې هسې حراميان او بې پلاره ګرځي.
۳-په ډنمارک، بريتانيا او فرانسه کې ۱۵٪ ماشومان حراميان او ناجائزه پيداکېږي.
۴- په جرمني کې ۷۲٪ نارينه پرته له نکاح څخه ښځې لري او ۱۲۰ لکه جوړې پرته له نکاح څخه ژوند تېروي.
۵-د امريکا په مرکزي دفترونو کې ۸۲٪ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي.
۶-د امريکا په ايالتي حکومتونو کي ۸۵٪ ښځې په جنسي ډول زورول کېږي.
۷-په امريکا کې د نکاح او طلاق نسبت برابر شوی دی .
په غرب کې ښځې هسې د يو سامان په حيث استعمالېږي هېڅ قيمت، حيثيت او ارزښت نه لري، يوه المانۍ ښځه وايي: د غرب په وراسته تمدن ونه غولېږئ! دغه هر څه دوکه او چل دی دوی غواړي تر همدغه سر ټکي لاندې تاسې تېر باسي او له خپل دين نه مو په لېرې واټن کې و غورځوي. اسلام او په اسلام کې نظم د ښځې له شخصيت سر په بشپړه توګه سمون خوري، تاسې کولای شئ دا پوښتنه مطرح کړئ چې دا ولې؟ هو الله جل جلاله د خپل حکمت پر اساس سړی د ښځې په پرتله په عقلي تحمل او بدني قوت سره غښتلی پيدا کړی دی او ښځه يې په عاطفي ډول حساسه او نازکه پيدا کړې چې له سړي سره سياله او انډوله نه ده.
په همدې اساس کور د ښځې لپاره اصلي تم ځای او کار ځای دی؛ کومه ښځه چې له خپل مېړه او اولادونو سره بې کچې مينه ولري هغه په هېڅ صورت هم خپل کور نه پرېږدي او له پرديو سره اختلاط د خپل ځان توهين او سپکاوی ګڼي. ۹۹٪ ښځې په لويديځ کې له نارينه و سره د سيالۍ او مساوات غورځو پرځو دومره لالهانده کړې چې يواځې يې دومره کړي دي چې خپل ځانونه خرڅ کړي او خپل عفت د پرديو نارينه و پر وړاندې کېږدي له دې پرته يې نور هېڅ هم نه دي تر لاسه کړي.
يوه انګليسي ليکواله اني رود وايي: دا چې زموږ لوڼې په خپلو کورونو کې کېني او کار وکړي تر دې ورته غور ده چې کمپنيو او شرکتونو ته ورشي او هلته يې د حيا او عفت پړوني څېرې شي! کاش چې زموږ هيوادونه هم اسلامي هيوادونو ته ورته وای چېرته چې يوې ښځې ته د مور، خور، مېرمن او لور په سترګه کتل کېږي.
غربيان دا هم مدنيت او تمدن بولي چې يوه ښځه دې د خپل مېړه پر وړاندې د بل غېږې ته ور دانګي؛ يا دې يوه ښځه د سپې او سړي تر مڼځ د ګډ جنسي کشمکش ډګر وي. دا دروغ نه دي تاسو معلومات وکړئ چې د ښځې د ازادۍ ډنډورچيان د تمدن په نامه تر کومې اندازې لکه د وږيو لېوانو په څېر د بې چاره ښځو په هډوکو شخوند وهي؟ په غربي ټولنه کې يواځې اخلاقي ځوړتيا نه ده چې د ښځې شخصيت ته يې ټکان ورکړی بلکې په دغه ټولنه کې داسې څه د ښځې پر اوږو بار شوي چې د هغې چنګه او نرۍ ملا يې د تحمل توان بيخي نه لري .
يوه امريکايي ښځه د سړيو د خيانت او بې وفايي له وجې له خپل سپي سره رسمي واده وکړ، په مراسمو کې د سيمې مخورو ګډون کړی و او په اخر کې ښځې له سپي سره د واده کولو علت ووايه: ځکه مې له سپي سره واده وکړ، چې دا سپی مې له هغو مخکنيو نارينه مېړونو څخه وفادار دی ځکه هغوی به زما د نکاح په وجود کې له نورو ښځو سره هم ناروا رابطې ساتلې او دا سپی چې زه يې ښځه يم له بلې ښځې سره رابطه نه کوي نو ځکه له هغو سړيو نه ډېر وفادار دی. دارنګه تېر کال په امريکا کې يوې ښځې له خپل خره سره واده وکړ.
يو ډاکټر د سترګو ليدلی حال ليکي : چې په غرب کې اوسېدلی او هلته د رواني ناروغيو ډاکټر پاتې شوی دی وايي: په بريتانيا کې به ښځو د ميړونو خرڅ ورکاوو لکه د موټر کرايه او د هوټل خرڅ او داسې نور زه حيران وم چې دا ولې؟ وروسته پوی شوم چې هلته د ښځې هېڅ قيمت نشته ښځه سړي ته محتاجه ده هلته يو ځوان له يوې نجلۍ سره انډيوالي کوي يوه دوه مياشتې ورسره تېرې کړي بيا د بلې په لټه کې شي، نو ښځه تل په ډار او غم کې ژوند تېروي چې هسې نه ملګری يې کومه بله ملګرې پيدا کړي او دا خوشې نه کړي نو ځکه د هر څه منلو ته تياره وي.
يو مثال يې درته وړاندې کوم: يوه ورځ مې د رواني مريضانو په منځ کې يوه ښځه وليده چې عمر يې له شلو تر دېرشو کالو و، روحي وضعيت يې ډېر خراب و کله چې لږ را ښه شوه په هوښيارۍ يې خبرې کولې ما د ژوند په هکله ورنه وپوښتل د هغې له سترګو اوښکې روانې شوې او ځواب يې راکړ: زما يواځينۍ ستونزه داده چې په دې غم او پرېشانۍ کې تل ژوند کوم چې نارينه ملګری به مې کله پرېږدي او د نکاح غوښتنه هم نشم ورنه کولای ځکه ډآرېږم هسې نه خپه شي او زما څخه جدا شي. څه وخت مخکې يې وړانديز راته وکړ چې بايد د هغه د رضايت حاصلولو لپاره له هغه څخه بارداره شم، لکه څنګه چې دا ماشوم وينې او زما په حسن او ښکلا کې هم څه کمی نشته په همدې حال هم پوره هڅه کوم اوپه هره لار چې وي خدمت يې کوم تر څو هغه نکاح کولو او د کورنۍ جوړولو ته راسره چمتو کړم؛ خو هغه لا هم زما سره له نکاح ډډه کوي، بس همدغه زما د مرض سبب دی، چې زه په ټولنه کې ځان يوازې احساسوم، زه مېړه نه لرم چې د ژوندانه په ستونزو کې را سره مرسته وکړي البته کورنۍ لرم چې د هغوی شتون او نه شتون ماته يو شان دي، کاشکې ما ماشوم نه درلودای ځکه نه غواړم دا ماشوم هم زما په څېر بدبخته او بدمرغه شي .
يوه بله لويديځ واله مېرمن د ختيځ ښځو ته ليکي: اې د ختيځ ښځې! د لويديځ له هغه تمدن څخه چې د ښځې توب او زوجيت معنی او مفهوم له منځه وړي ځان وساته هغه چې هدف يې فقط او فقط د ښځې توهين دی.
اې د ختيځ ښځې! د لويديځ له ښځې سره سيالي مه کوه او له نارينه و سره د مساوات هوا او هوس له مازغو څخه وباسه!
هو! د لويديځ ښځه د مساوات په دغه مسابقه کې د سلماني(نايي) تر دکان پورې هم ورسېده مګر نايي چې د ښځې پر مخ لاس را کش کړ نو ويې ويل: دا خو له سړي سره مساوي کېدلای نه شي! دا خو ږيره هم نه لري او بريت هم نه لري. نور قضاوت ستاسو.
مراجع:
۱: قرانکريم
۲: صحيح البخاري¸ أبو عبد الله محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبة البخاري (194-256هـ)، دار طوق النجاة-مصر، الطبعة: الأولى، 1422هـ، عدد الأجزاء: 9.
۳- صحيح المسلم، مسلم بن الحجاج أبو الحسن القشيري النيسابوري (المتوفى: 261هـ)، الناشر: دار إحياء التراث العربي – بيروت¸ عدد الأجزاء: 5.
۴- اسلامي اجتماعي نظام ، پوهنمل زاهدي احمدزی، چاپ کال: ۱۳۹۱، امير کروړ کتابتون-پېښور.
۵- العلمانية، الليبرالية، الديمقراطية، الدولة المدنية في ميزان الإسلام، الشيخ محمد عبد العزيز أبو النجا، الخبير بمجمع فقهاء الشريعة وعضو الاتحاد العلمي لعلماء المسلمين بالمجلس الإسلامي العالمي للدعوة والإغاثة، قدم له: الأستاذ الدكتور محمد نعيم محمد هاني الساعي، أستاذ الفقه وأصوله وعضو مجمع فقهاء الشريعة وعضو لجنته الدائمة للإفتاء، الطبعة: الثالثة، عدد الأجزاء:1.
۶- شيندلې ملغلرې، نظام الدين شائق، چاپ کال: ۲۰۱۳م، لومړی چاپ، فاتح علمي خپرندويه ټولنه-پېښور.
۷- حجاب، د نظام الدين شائق بحث او څېړنه، چاپ کال: ۱۳۸۵هـ ش، چاپ وار: دويم، عنايت کتاب پلورنځی، بورډ ناصر باغ پېښور.
۸- ، فيمينېزم ښځه او اسلام، راټولوونکی: کامران ملک، خورې په لويديځ کې د ښځې دا حال دی! د عبدالله خاطر ليکنه، چاپ کال: ۱۳۹۴هـ ش، چاپ وار: لومړی، خپروونکی: جميعت اصلاح، ختيځ زون، جلال اباد.
۹- د ښځو حقوق د اسلام ساينس او لويديځ له نظره، د استاد پوهندوی عبدالواسع صابر څېړنه او ليکنه، اصلاح انلاين.
۱۰- سايت تحليلي خبري عصر ايران، تاريخ نشر، ۱۳/۱۱/۱۳۹۱.
















